د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې بیا پیل سوې

ځايي سرچینې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړو د بیا پيلېدو خبر ورکوي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې بیا پیل سوې

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان په سوېل کې ځايي سرچینو ویلي چې څو شیبې وړاندې د پاکستان هوايي ځواک د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د سپین‌بولدک په سیمه کې څلور هدفونه بمبار کړي دي.

تراوسه د تلفاتو او احتمالي زیانونو په اړه دقیق معلومات نسته، خو له سیمې خپاره سوي انځورونه ښيي چې له لیرې څخه لوګي د لیدلو وړ دي.

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې دغه بریدونه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتو د دوام په ترڅ کې د ډیورنډ کرښې په دوو نقطو کې ترسره سوي، هغه وضعیت چې په دې پوله‌ییزې سیمې کې د لا زیاتو کړکېچونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

بیشتر بخوانید:  پاکستاني رسنۍ: اسلام‌آباد نور د طالبانو ملاتړ نه کوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x