د طالبانو او د پاکستان سرحدي سرتېرو ترمنځ په شپږو ولایتونو کې نښتې سوي

د طالبانو ځواکونو د شنبې په شپه (د میزان ۱۹مه) په هلمند، کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او کنړ ولایتونو کې د پاکستان له سرحدي ځواکونو سره نښتې کړي دي. دغه بریدونه د طالبانو د دفاع وزیر، په امر ترسره سوي دي.
د طالبانو او د پاکستان سرحدي سرتېرو ترمنځ په شپږو ولایتونو کې نښتې سوي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو ځواکونو د شنبې په شپه (د میزان ۱۹مه) په جنوبي او ختیځو پولو کې، په شپږو سرحدي ولایتونو کې د پاکستان له سرحدي سرتېرو سره په جګړه کې ښکېل سوي دي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، دا نښتې اوس مهال په هلمند، کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او کنړ ولایتونو کې روانې دي. سرچینو ویلي چې دغه بریدونه د محمد یعقوب مجاهد، د طالبانو دفاع وزیر، په مستقیم امر پیل سوي دي.

تراوسه د جګړې د شدت، تلفاتو یا احتمالي زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره سوي او د پاکستان چارواکو هم تر دې دمه په رسمي ډول څه غبرګون نه دی ښودلی.

دغه نښتې په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحدي ترینګلتیا کچه په وروستیو میاشتو کې لوړه سوې او اندېښنې د دې لامل سوې چې کېدای سي تاوتریخوالی د ډیورند کرښې په اوږدو کې پراخ سي.

بیشتر بخوانید:  د پاکستان دفاع وزیر: طالبان د پاکستان د سیاستونو محصول وو، خو نور د باور وړ ندي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x