د معمار پرس د خبر له مخې؛ په هرات کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت اجنسی مرستیال رحمت الله فیضان د صهیونیسټ رژیم په وړاندې د ایران له مجازاتو وروسته په خپله ایکس پاڼه کښې لیکلی دی چی موږ پر اسراییلو د ایران د بریا لپاره دعا کوو، ځکه هیڅوک به له یهودانو د شر څخه نه خلاصیږي. دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې په قطر کې د افغانستان د سفارت مشر محمد نعیم وردګ په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو د برید په اړه د ایران له غبرګون څخه دفاع او ملاتړ وکړ. همدارنګه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال حنفي وردګ هم په یوه ټویټ کې لیکلي: د ایران اسلامي جمهوریت حق لري چې د اسرائیلو د وروستي یرغل په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

- 33
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8305
- کې خپور شو 12:05 ق.ظ
- د خبر شمیره 8305
- 26 حمل 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8305
- کې خپور شو 12:05 ق.ظ
- د خبر شمیره 8305
- 26 حمل 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments