د صهیونیسټانو د یرغلونو په غندلو کې د ایران سره د افغانستان پیوستون

د طالبانو د سرپرست حکومت وزیر امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره په خبرو کې د ایران په خاوره د صهیونیسټ رژیم بریدونه وغندل او هغه یې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي حاکمیت پر وړاندې برید وباله.
همبستگی افغانستان با ایران در محکومیت تجاوزات صهیونیستی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران په خاوره د صهیونیسټ رژیم هوايي بریدونه په کلکه وغندل.

ښاغلي متقي دا عمل د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه او د ایران د ملي حاکمیت پر وړاندې برید وباله.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ایران له ملت سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د ایران له اسلامي جمهوریت سره د افغانستان پیوستون اعلان کړ.

هغه همدارنګه د افغانستان پر چمتووالي ټینګار وکړ چې په سعودي عربستان کې د پاتې ایرانی حاجیانو په خوندي لیږد کې د افغانستان له خاورې څخه همکاري وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x