د سپین بولدک دروازه به درې ورځو کې د سوداګریز تګ راتګ لپاره پرانیستل سي

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، محمد شفیق اچکزی، ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک بندر به د دریو ورځو په موده کې د سوداګریزو تګ راتګونو لپاره بېرته پرانیستل سي.
د سپین بولدک دروازه به درې ورځو کې د سوداګریز تګ راتګ لپاره پرانیستل سي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو تر ادارې لاندې ملي تلویزیون د اچکزي له قوله ویلي چې د بندر د بیا پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي، او د افغانستان او پاکستان د چارواکو تر منځ له وروستیو خبرو وروسته، تخنیکي او اداري خنډونه د لرې کېدو په حال کې دي.

د سپین بولدک بندر، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ له مهمو سوداګریزو لارو څخه شمېرل کېږي، په وروستیو ورځو کې یوازې د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره خلاصه وه، خو د سوداګریز تګ راتګ پر مخ بنده وه. د دغه بندر بیا پرانیستل کولای سي د دواړو هېوادونو پر سوداګرو اقتصادي فشار راکم کړي او د صادراتو او وارداتو بهیر، په ځانګړي ډول د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې، بېرته عادي حالت ته راولي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x