د سومالیا په پلازمېنه کې خونړۍ چاودنې؛ ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۳۰۰ ټپیان دي

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود اعلان وکړ چې د موګادیشو په جنوب کې د شنبې د ماښام په چاودنه کې د مړو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسېدلی او ۳۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

له دې مخکې سیمه ایزو سرچینو د موګادیشو په جنوب کښې د دغه هیواد د ښوونې او روزنې د وزارت مخې ته د دوو موټر بمونو د چاودنې خبر ورکړی وو او په دغه حمله کښې د مړو شمیر ۵۰ تنه وو.

تېره یکشنبه د سومالیا په جنوب کې د کیسمایو په ښار کې د موټر بم چاودنه وشوه.

تیره اونۍ د چهارشنبې په ورځ د سومالیا په مرکز کې دوه ځانمرګي بریدونه وشول چې په پایله کې یې ۱۲ تنه ووژل شول او ۷ تنه نور ټپیان شول.

تر اوسه کومې ډلې د سومالیا په سویل کې د شنبې د ورځې د چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو د موګادیشو د پولیسو په وینا دا چاودنې معمولا د الشباب ډلې له خوا ترسره کیږي.

الشباب یوه وسله واله تروریستي ډله ده چې له القاعده شبکې سره تړلې ده، چې په افریقا کې یې ګڼ ترهګریز عملیات کړي چې په سلګونو کسان یې وژلي دي.

بیشتر بخوانید:  د شیعه ګانو او هزاره ګانو له حقونو څخه د سرغړونې او د حکومت له لوري د نه تعقیب په اړه د اندېښنې وړ راپورونه

الشباب په ځلونو د سومالیا په پلازمینه موګادیشو کې د افریقايي اتحادیې پر حکومتي سرتیرو او سوله ساتو ځواکونو بریدونه کړي او د افریقا په نورو برخو کې یې هم څو خونړي عملیات کړي دي.

الشباب ډلې پلان درلود چې په سومالیا کې د افریقایي اتحادیې په ماموریت کې چې د “AMISOM” په نوم یادیږي د ایتوپیا په واحدونو برید وکړي او د ایتوپیا هوايي ځواکونو څو ځله په سومالیا کې پر الشباب ډلې بریدونه کړي دي.

په سومالیا کې د افریقايي اتحادیې ځواکونه د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې دي او شاوخوا شل زره سرتیري چې د یوګانډا، ایتوپیا، برونډي او کینیا اتباع دي په دې کې فعالیت کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x