د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، اروپایي اتحادیې د سولې نړېوالې ورځې په مناسبت په یوه خپاره سوي پیغام کې ویلي چې دغه اتحادیه د افغانستان د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو د سولې، امنیت او خوندیتوب د ملاتړ لپاره ژمنه کوي. په پیغام کې زیاته سوې چې اروپایي اتحادیه د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او د اقتصادي ظرفیتونو د پیاوړتیا له لارې هڅه کوي چې د دې هېواد لپاره یو باثباته او هوسا راتلونکی برابر کړي. اروپایي اتحادیې د افغانستان ښځې او ځوانان د پایداره سولې اصلي محور بللي او ملاتړ یې ترې د خپلو برنامو نه جلا کېدونکې برخه ګڼلې ده. د سپتمبر ۲۱مه، د سولې نړېواله ورځ ده چې د ملګرو ملتونو له لوري د سږکال شعار «هنر د سولې په خدمت کې» ټاکل سوی دی. خو سره له دې، په افغانستان کې د بشپړې فزیکي امنیت نشتوالی، د رواني امنیت نه تأمین او د طالبانو له خوا د بشري حقونو نقض د خلکو د جدي اندېښنو وړ ګرځېدلي دي
- په افغانستان کې د دوامدارې سولې لپاره د اروپا ژمنه
اروپایي اتحادیې د سولې نړېوالې ورځې په مناسبت د افغانانو په ځانګړې ډول د ښځو او ځوانانو څخه د ملاتړ پر ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د سولې ډک راتلونکي د جوړولو لپاره به هڅې کوي.

- 58
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149562
- کې خپور شو 3:09 ب.ظ
- د خبر شمیره 149562
- 31 سنبله 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149562
- کې خپور شو 3:09 ب.ظ
- د خبر شمیره 149562
- 31 سنبله 1404
- آخرین بروزرسانی 16:09 - 31 سنبله 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د اندونیزیا له چارواکي سره د طالبانو د سفیر ټینګار پر سولې او ښه ګاونډیتوب باندې
17:37 - 1 عقرب 1404

ملاله یوسفزي د طالبانو سره تعامل «د افغانستان د ښځو سره خیانت» وبله
13:16 - 1 عقرب 1404

کارن یادو د هند د نوي سفیر په توګه په افغانستان کې وټاکل سو
12:44 - 1 عقرب 1404

مجاهد: امریکا د اوربند د ټینګښت لپاره له کابل سره اړیکه نیولې
18:22 - 30 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments