د رياست الوزرا سیاسي مرستیال په جلا جلا کتنو کې د پکتیا له مرستیال والي او استاد ث آصف صمیم سره وکتل

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال په جلا جلا کتنو کې د پکتیا له مرستیال والي او استاد ث آصف صمیم سره وکتل

استاد محمد اصف صمیم د هېواد د روان وضعیت په اړه خپلې مشورې او وړاندیزونه او د فرهنګیانو ستونزې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.

دغه راز یې د افغانستان په فرهنګي وضعیت خبرې وکړې او دې برخې ته یې د ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې له استاد صمیم څخه ادبیاتو ته د هغه د کړيو خدمتونو ستاینه وکړه او ويې ویل چې د هېواد فرهنګي او کلتوري وضعیت ته به پاملرنه وشي.

د یو بل خبر له مخې د رياست الوزرا سیاسي مرستیال پرون په خپل کاري دفتر کې د پکتیا له مرستيال والي انعام الله صلاح الدين سره وکتل.

نوموړي د پکتیا د عمومي وضعيت او ترسره شوو رغنیزو پروژو په اړه معلومات ورکړل او ویې ويل چې په دې ولایت کې ټول مېشت قومونه د ځايي ادارې همکار دي او د اړوندو ادارو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې ده.

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال، پکتیا د هېواد مهم ولايت ياد کړ او د چارو لا ښه والي په موخه يې مرستيال والي ته يو شمېر لارښوونې هم وکړې

بیشتر بخوانید:  په فراه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x