د روسیې او د منځنۍ آسیا د هېوادونو دوهمه غونډه د افغانستان او سیمه‌ییز ثبات په محور جوړیږي

د روسیې او د منځنۍ آسیا د هېوادونو دوهمه غونډه به د پنجشنبې په ورځ، د میزان په ۱۷مه د تاجکستان په پلازمېنه کې د افغانستان او منځني ختیځ د وضعیت په پام کې نیولو سره د سیمه‌ییز امنیت د تضمین تر عنوان لاندې ترسره سي.
د روسیې او د منځنۍ آسیا د هېوادونو دوهمه غونډه د افغانستان او سیمه‌ییز ثبات په محور جوړیږي

د روسیې او د منځنۍ آسیا د هېوادونو دوهمه غونډه به د پنجشنبې په ورځ، د میزان په ۱۷مه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره سي. د روسیې د کرملین ماڼۍ په وینا، دا غونډه به د افغانستان او منځني ختیځ پر پېچلي وضعیت او د سیمه‌ییز امنیت او ثبات د تضمین پر موضوع ځانګړې تمرکز ولري. د روسیې ولسمشر او د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو – قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان – مشران به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

یوري اوشاکوف، چې د روسیې د ولسمشر سلاکار دی، ویلي چې دا دوهمه غونډه د روسیې او د منځنۍ آسیا د هېوادونو تر منځ ده چې د ګډو خپلواکو دولتونو د ټولنې (CIS) د غونډې په څنډه کې ترسره کېږي. هغه زیاته کړې چې د غونډې اجنډا کې به د مالي، صنعتي، لوژستیکي او انرژۍ په برخو کې د اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکاریو پیاوړتیا شامل وي، او تمه ده چې یوه وروستۍ اعلامیه او د ګډو اقداماتو برنامه د ۲۰۲۵ – ۲۰۲۷ کلونو لپاره تصویب سي.

د دې غونډې په څنډه کې به روسیه او تاجکستان د افغانستان د وضعیت په اړه جلا خبرې هم ولري، او هڅې روانې دي چې په تاجکستان کې د روسیې د ۲۰۱ مې پوځي اډې وړتیا لوړه سي او د روسیې په همکارۍ د تاجکستان وسله‌وال ځواکونه نوسازي سي. دغه پوځي اډه، چې د افغانستان پولې ته نږدې موقعیت لري، د ګډ امنیتي تړون د سازمان (CSTO) د جنوبي سرحدونو د امنیت په ټینګښت کې مهم رول لوبوي.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول د داعش په څېر ترهګریزو ډلو شتون، لا هم سیمه‌ییزې اندېښنې راپارولې دي، او روسیه هڅه کوي د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د ګډو ګواښونو پر وړاندې د همکارۍ کچه نوره هم لوړه کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x