د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي. دوی په ګډه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د ټولو قومونو او مذهبي ډلو حقونه او اړتیاوې باید تأمین سي. د دغو څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اتیایمې غونډې په څنډه کې په نیویارک کې یوه ګډه اعلامیه د افغانستان په اړه خپره کړه. په دې اعلامیه کې، روسیې، چین، ایران او پاکستان په افغانستان کې د یوه پراخ او ټولګډون حکومت جوړول مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې «واکمنۍ باید د افغانستان د ټولنې د ټولو قشرونو ګټې او آرمانونه تمثیل کړي.» دې هېوادونو په افغانستان کې د ټولو قومي او مذهبي ډلو د حقونو او اړتیاوو په رعایت ټینګار وکړ او وغوښتل چې د افغانستان کړکېچ د داسې میکانیزمونو له لارې حل سي لکه د مسکو فارمټ، د شانګهای همکارۍ سازمان او سیمه ییزې څو اړخیزې ناستې. روسیې، چین او ایران له دې وړاندې هم څو ځله له طالبانو غوښتي وو چې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د افغانستان ټولو قشرونو ته په نظام کې ونډه ورکړي. خو طالبانو ادعا کړې چې اوسنی حکومت یې همهشموله دی. طالبانو له واک ته د ستنېدو وروسته، د دولت ټولې څوکۍ خپلو ځواکونو ته ځانګړې کړې او د پخواني دولت تجربه لرونکي او لوستي کسان یې له دولتي ادارو لرې کړل.
- د افغانستان په اړه د څلورو هېوادونو ګډه اعلامیه
د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اتیایمې غونډې په څنډه کې خپره سوې، له طالبانو وغوښتل چې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د ټولو قومونو او مذهبي ډلو حقونه او اړتیاوې تأمین کړي.

- 33
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150327
- کې خپور شو 12:44 ق.ظ
- د خبر شمیره 150327
- 5 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150327
- کې خپور شو 12:44 ق.ظ
- د خبر شمیره 150327
- 5 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 12:44 - 5 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د اندونیزیا له چارواکي سره د طالبانو د سفیر ټینګار پر سولې او ښه ګاونډیتوب باندې
17:37 - 1 عقرب 1404

ملاله یوسفزي د طالبانو سره تعامل «د افغانستان د ښځو سره خیانت» وبله
13:16 - 1 عقرب 1404

کارن یادو د هند د نوي سفیر په توګه په افغانستان کې وټاکل سو
12:44 - 1 عقرب 1404

مجاهد: امریکا د اوربند د ټینګښت لپاره له کابل سره اړیکه نیولې
18:22 - 30 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments