د رواني روغتيا نړیوالې ورځې په مناسبت؛ ریچارد بنت: افغانستان له پراخ رواني روغتیايي بحران سره مخ دی

ریچارد بنت، د رواني روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغانستان له يو پراخ رواني روغتيايي بحران سره مخ دی او غوښتنه یې کړې چې د رواني ملاتړ خدمتونو ته، په ځانګړي ډول د افغان ښځو او انجونو لپاره، جدي پاملرنه وسي.
د رواني روغتيا نړیوالې ورځې په مناسبت؛ ریچارد بنت: افغانستان له پراخ رواني روغتیايي بحران سره مخ دی

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ ریچارد بنت د رواني روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړی چې افغانستان له يو ژور او پراخ رواني بحران سره مخ دی، په ځانګړي ډول د ښځو او انجونو ترمنځ روانې بحران ډیر دي. د هغه په وينا، دا بحران د څو لسیزو جګړو، طبیعي پېښو او د طالبانو له لوري د پرله پسې ځپلو پایله ده.

بنت د «رواني روغتيا نړیوالې ورځې» په مناسبت په يو پیغام کې غوښتنه کړې چې دغه ستونزه باید په جدي توګه وپېژندل سي او د رواني ملاتړ خدمتونه په افغانستان کې پیاوړي سي.

هغه په ایکس کې لیکلي:
«په داسې هېواد کې چې لسیزې د جګړو، کړکېچونو او طبیعي پېښو شاهد پاتې سوی، د دغو پېښو رواني اغېزې خورا پراخې دي. موجود رواني روغتيايي خدمات ډېر محدود دي، په ځانګړي ډول د ښځو او انجونو لپاره چې د طالبانو تر سختو محدودیتونو لاندې ژوند کوي. د دې مسئلې ژوره پېژندنه او د ملاتړ خدمتونو وړاندې کول یو حیاتي کار دی.»

په افغانستان کې د رواني روغتیا خدمتونه، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې، لا هم ډېر محدود دي. له هغه وخت راهیسې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته رسېدلي، پر ښځو او انجونو پراخ محدودیتونه لګول سوي دي، لکه د منځني ښوونځي د زده‌کړو بندیز، په عامه ځایونو کې د حضور مخنیوی او له ډېرو دندو څخه د هغوی منع کول. د کارپوهانو په وینا، دې محدودیتونو د ښځو ترمنځ د رواني روغتیا بحران لا زیات کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x