د رسنیو راپور افغانستان ته د داعش او القاعدې راتګ

د رسنیو راپور افغانستان ته د داعش او القاعدې راتګ

د دغه خبری آژانس د راپور له مخې، د دوحې له موافقې سره سم، طالبانو ژمنه کړې وه، چې له القاعدې شبکې سره به همکاری ودروی، خو اوس افغانستان د دغو ډلو لپاره په امن ځای بدل شوی دی.

په دغه راپور کې د څو امریکايي چارواکو په حواله ویل شوي، چې القاعده او داعش په امریکا او د نړۍ پر نورو هېوادونو د بریدونو پلان لري او دا کار نړیوالې ټولنې ته ستر خطر دی.

په دې لړ کې د امریکا د FBI مشر هم تایید کړې چې داعش او القاعده په افغانستان کې شتون لري او د دوی فعالیتونه د افغانستان حقیقت دی.

له دې سره سره د فاکس نیوز راپور د افغانستان د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې ناهید فرید له قوله ویلي چې په افغانستان کې د داعش لږ تر لږه ۴۵۰۰ غړي شته.

له دې سره سره د افغانستان د پوځ پخواني لوی درستیز هیبت الله علیزي هم ادعا کړې چې د اسامه بن لادن زوی غزني او هلمند ولایتونو ته سفرونه کړي او د دې شبکې له غړو سره یې لیدلي دي.

دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې طالبانو له القاعدې سره هر ډول تړاو رد کړی او ویلي یې دي چې دغه شبکه او داعش ډله په افغانستان کې فعاله نه دي.

بیشتر بخوانید:  ملګرو ملتونو د سراج الدین حقاني لپاره د سفر دوهم معافیت اعلان کړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x