د رسنیزو تخطیو او شکایتونو د ارزونې د کمېسیون غونډه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي معين تر مشرۍ لاندې د رسنيزو تخطيو او شکايتونو د ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه پرون د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې تر سره شوه.

په دغه غونډه کې د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد او د یاد کمېسیون نورو غړو  هم ګډون درلود.

په دغه غونډه کې د رسنیو پر ستونزو او  هغو شکایتونو بحث وشو، چې یاد کمېسیون ته راجع شوې وه.

همدا راز د کمېسیون ټولو غړیو وویل چې: د رسنیو ټولې ستونزې او مشکلات باید د یوه واحد ادرس له لارې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دی رسیدګې ورته وشي.

بیشتر بخوانید:  ملګرو ملتونو د افغانستان ټول نفوس ۴۱ میلیونه اټکل کړی دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x