د راستنیدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره همکاري

د افغان کډوالو لپاره د هر اړخیزې همکارۍ او ملاتړ لپاره د IOM ژمنه
تعهد سازمان بین‌المللی مهاجرت به همکاری همه‌جانبه با مهاجران برگشت‌کننده به افغانستان

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صدراعظم اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سه شنبې په ورځ، د اسد په ۱۴مه، په کابل کې د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) د دفتر مشر محمد عبدیکر او ورسره پلاوي سره ولیدل.

دا غونډه د افغانستان ته د راستنیدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره د همکارۍ د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر په وینا، محمد عبدیکر وویل چې په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) دفتر چمتو دی چې د راستنیدونکو کډوالو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x