د طالبانو ویاند او د دې ډلې د مرکچي پلاوي مشر په دوحه کې په درېیمه غونډه کې وویل چی د دوحې په غونډه کې د دوی غوښتنې منل شوې او د افغانستان په اړه د هېوادونو نظر «مثبت» دی. هغه زیاته کړه: موږ نړۍ ته اعلان کړی چې دوی باید لومړی ټول بشري مسایل له سیاسي مسایلو جلا کړي او د سیاسي فشار د وسیلې په توګه یې ونه کاروي. مجاهد همداراز زیاته کړه چې د افغانستان د پرمختګونو په اړه د معلوماتو وړاندې کول د دې غونډې د ګډونوالو لپاره د حیرانتیا وړ و او هغوی زموږ لاسته راوړنې ومنلې. بانکي بندیزونه او له مخدره موادو سره مبارزه د طالبانو لپاره د دوحې په غونډه کې د بحث دوه مهمې موضوعګانې وې او د دغې ډلې پلاوي په دغو برخو کې لاسته راوړنې د قناعت وړ وبللې. د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي او سولې مرستیالې روزماري ډیکارلو چې د دوحې د غونډې کوربه و، د غونډې په پای کې وویل: د دې غونډې موخه د طالبانو ملاتړ نه دی؛ بلکي د افغانستان د خلکو د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه. هغه د طالبانو په رسمیت پیژندنه د دوحې د غونډې یو هدف نه ګڼل او حتی د دغې ډلې د چارواکو یې د افغانستان د «غیر رسمي» چارواکو په توګه وبللې. حقیقت دا دی چې طالبان په دې وتوانېدل چې د دوحې په غونډه کې په ملګرو ملتونو خپله غوښتنه تحمیل کړي چی د مدني ټولنې استازي ګډون ونه کړي، خو دا د طالبانو لپاره د یوې لاسته راوړنې په توګه نه شي یادولی، ځکه چې د ملګرو ملتونو هدف دا دی چې طالب چارواکي نړیوالو غونډو ته راوباسي، ترڅو دوی حساب کتاب وکړي. افغانستان له بېلابېلو ننګونو سره مخ دی او نړیواله ټولنه هڅه کوي چې د حل لاره ورته ولټوي له همدې امله دغه بنسټ په دې غونډه کې افغان مدني ټولنې ته بلنه نه ده ورکړې. په هرصورت، د دوحې غونډه د طالبانو لپاره د امتیاز په توګه نه ګڼل کیږي ځکه چې دغه ډله ډېرو کړکېچونو ځپلې ده او تر څو چې په افغانستان کې د خلکو د ګډون او بشري حقونو ته درناوى نه وي رامنځته شوى، وېره ده چې زموږ هېواد به له لا زیاتو خطرونو سره مخ شي چی د داسې یوه حالت څخه وتل اسانه کار نه وي.

- 44
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9353
- کې خپور شو 3:33 ب.ظ
- د خبر شمیره 9353
- 14 سرطان 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9353
- کې خپور شو 3:33 ب.ظ
- د خبر شمیره 9353
- 14 سرطان 1403
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:33 - 14 سرطان 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

سید حسن نصرالله؛ د لبنان د نوې هویت جوړونکی او د مقاومت مرکز
13:22 - 6 میزان 1404

د اربعین زیارت معنوي او سیاسي اغیزې د اسلامي امت په تحرک او یووالي باندې
13:53 - 24 اسد 1404

د طالبانو څلورم کلیزه او په نړیوال نظام کې د افغانستان ځای
18:24 - 21 اسد 1404

د پیژندلو دمخه، وړتیا راوړئ!
18:31 - 23 سرطان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments