د دوحې د ناستې او په نړیوالو بنسټونو کې د طالبانو د غړیتوب په اړه د حقاني او اروپايي ټولنې د استازي ترمنځ خبرې

د دوحې د ناستې او په نړیوالو بنسټونو کې د طالبانو د غړیتوب په اړه د حقاني او اروپايي ټولنې د استازي ترمنځ خبرې

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیر رافایلا ایودیس د چهارشنبې په ورځ (د جدي ۲۷) په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو د هغې غونډې په اړه خبرې وکړې چې ټاکل شوې راتلونکې میاشت د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي. دا غونډه به د افغانستان په مسله کې د ښکېلو هېوادونو ترمنځ جوړه شي. اروپايي ټولنې يا د افغانستان په مسايلو کې ښکېلو هېوادونو تر اوسه د دې غونډې په اړه څه نه دي ويلي.

بیشتر بخوانید:  د پاکستان ولسمشر: ترهګري به له منځه یوسو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x