د “دریم وعده صادق” عملیاتو وروسته په اشغال شویو سیمو کې درانه زیانونه او لسګونه کسان مړه او ټپیان شول

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې شرارتونو په ځواب کې، دوی د یکشنبې په سهار په اشغال شویو سیمو کې د توغندیو او ډرون بریدونو یوه نوې څپه پیل کړه، چې د اشغال شوي فلسطین په مرکز کې د اسراییلي جنګي جیټ الوتکو لپاره د سونګ توکو تولید تاسیسات په نښه کړل.
خسارات سنگین و ده‌ها کشته و زخمی درسرزمین های اشغالی در پی عملیات «وعده صادق ۳»

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو نن د یکشنبې په سهار (د جوزا ۲۵) یوه اعلامیه خپره کړه چې دوی د “دریم وعده صادق” عملیاتو په دریمه څپه کې د اسراییلي جنګي جیټ الوتکو لپاره د سونګ توکو تولید مرکزونه او د رژیم د انرژۍ تاسیسات په نښه کړل.

دا عملیات د صهیونیسټ رژیم د بریدونو او “وروستي شرارتونو” په ځواب کې ترسره شول او د ډیری توغندیو او جنګي ډرونونو په کارولو سره ترسره شول.

په بیان کې ویل شوي چې که اسراییل خپلو شرارتونو ته دوام ورکړي نو د ایران د وسله والو ځواکونو تهاجمي عملیات به ډیر شدید او پراخه شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x