د خوړو نړیوال پروګرام: خوارځواکی د پنځه میلیونو افغان میندو او ماشومانو ژوند ګواښي

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د لوږې د ناورین له زیاتېدو سره، نږدې پنځه میلیونه میندې او ماشومان په افغانستان کې د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام: خوارځواکی د پنځه میلیونو افغان میندو او ماشومانو ژوند ګواښي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د خوړو نړیوال پروګرام خبر ورکړی چې د لوږې د ناورین په ژورېدو سره، شاوخوا پنځه میلیونه افغان میندې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته سوي دي.

رانیا داګاش، د خوړو نړیوال پروګرام د اجرائیوي مشر مرستیاله، چې د کابل په څنډه کې یې له یوه روغتیایي مرکز څخه لیدنه کړې، ویلي: «دلته لږه هیله او ډېر زړه خوږي لیدل کېږي. نږدې پنځه میلیونه میندې او ماشومان نن په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته دي؛ یو شمېر چې پخوا په دې هېواد کې بې‌ساری و.»

د نوموړې په وینا، د ملګرو ملتونو د مرستو بندېدل، سختې وچکالۍ او د شاوخوا دوو میلیونو کډوالو ستنېدل په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پراخېدو له مهمو لاملونو څخه شمېرل کېږي. د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د مالي مرستو له قطع کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پروګرام په افغانستان کې د بودجې له کمبود سره مخ سوی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې د بودجې د نشتوالي له امله سلګونه روغتیایي مرکزونه، په ځانګړي ډول د تغذیې ځانګړي مرکزونه، تړل سوي دي. دا په داسې حال کې ده چې له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو پراخ ستنېدل لا هم روان دي او افغانستان په دې وروستیو کې له ویجاړوونکو طبیعي ناورینونو سره هم لاس او ګرېوان دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x