د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د خوړو نړيوال پروګرام، چې د ملګرو ملتونو د خوړو د مرستو څانګه او د نړۍ تر ټولو ستر بشري سازمان دی، د دوشنبې په ورځ د میزان په ۲۸مه نېټه په خپله رسمي اېکس پاڼه کې غوښتنه کړې چې له ژمي دمخه دې د افغانستان اړمنو خلکو ته بېړنۍ مرسته برابره سي.
دغه اداره وايي، لوږه او د خوارځواکۍ ستونزه په افغانستان کې په چټکۍ سره ډېریږې او د مالي کمښت له امله دوی يوازې د اړمنو يوه برخه ملاتړ کولای سي. د خوړو نړيوال پروګرام تر دې وړاندې هم ويلي وو چې هر لس ثانيې وروسته يو افغان ماشوم د خوارځواکۍ ښکار کېږي، او اټکل سوی چې د روان کال تر پايه به شاوخوا ۳.۵ ميليونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ سي.
د لسيزو جګړو، دوامدارې وچکالۍ، د خوړو د بيې لوړوالي او د اوبو محدود لاسرسي د خوارځواکۍ د بحران اصلي عوامل بلل سوي دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان د هغو ۱۵ هېوادونو په ډله کې راځي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ تر ټولو لوړه کچه لري، او څلور ښځې له هرو لسو ښځو څخه له دې ستونزې سره مخ دي.
د خوړو نړيوال پروګرام ټينګار کړی چې د افغانستان تر ټولو زیانمنو کورنيو د ملاتړ لپاره له ۵۵۵ ميليونه ډالرو څخه زياتې بېړنۍ مرستې ته اړتيا ده.




