د تورخم او سپین بولدک دروازې وتړل سوې

د طالبانو او پاکستانی ځواکونو تر منځ د پولو د نښتو له امله د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولدک چمن لارې بشپړې تړل سوې دي، او د مسافرو، کډوالو او سوداګریزو کاروانونو تګ راتګ درېدلی دی.
د تورخم او سپین بولدک دروازې وتړل سوې

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د سختو نښتو وروسته، د ننګرهار ولایت د تورخم او د کندهار ولایت د سپین بولدک چمن مهمې پوله‌ یزې لارې د ټولو تګ راتګونو لپاره، چې پکې مسافر، کډوال او سوداګریز کاروانونه شامل دي، تړل سوې دي.

قریشي بدلون، د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، تأیید کړې چې د یکشنبې سهار (د میزان ۲۰مه) راهیسې د پاکستان له خوا د تورخم دروازه تړل سوې ده. هغه زیاته کړه چې دا بندیز د هر ډول تګ راتګ له مسافرو او کډوالو نیولې تر سوداګرۍ پورې پکې شامل دی. سیمه‌ییزو سرچینو په کندهار کې هم راپور ورکړی چې د سپین بولدک چمن لاره په بشپړه توګه تړل سوې ده او د دواړو لورو تګ راتګ ناشونی دی.

دا تحولات وروسته له هغې رامنځته سول چې تېره شپه د طالبانو ځواکونو د پاکستان پر څو امنیتي پوستو بریدونه وکړل. د طالبانو دفاع وزارت دغه بریدونه «بریالی انتقامی عملیات» بللي، چې د پاکستان د جنګي الوتکو له خوا د کابل او پکتیا د بمبارۍ په غبرګون کې ترسره سوي دي. د طالبانو د خالد بن ولید ۲۰۱ قول اردو ادعا کړې چې ۱۵ پاکستاني سرتېري وژل سوي او د دې هېواد ۱۱ سرحدي پوستې له منځه تللي دي.

په مقابل کې، د پاکستان پوځ ویلي چې د طالبانو ۲۰ پوستې یې هدف ګرځولي او یو شمېر طالب جنګیالي د خرم په سیمه کې تسلیم سوي دي. سره له دې، لا تراوسه د دواړو لورو له خوا د تلفاتو په اړه بشپړ جزئیات نه دي ورکړل سوي.

د تورخم او سپین بولدک د دروازو تړل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه سترې سوداګریزې او تګ راتګ لارې دي، دواړو لورو ته درانه اقتصادي زیانونه رسوي. دغه لارې هر کال له ۱.۶ میلیارد ډالرو څخه ډېر تجارت اسانه کوي، او د دغو دروازو تړل به په ځانګړي ډول د افغانستان پر کمزوري اقتصاد ژور اغېز ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x