د تهران والي: د ناقانونه کډوالو د ستنولو دوهم پړاو ډېر ژر پیلېږي

محمد صادق معتمدیان، د تهران والي، د پیشوا ولسوالۍ ته د خپل وروستی سفر پر مهال اعلان وکړ چې د ناقانونه بهرنیانو د ستنولو د پروژې دوهم پړاو به ډېر ژر د تهران په ولایت کې عملي سي.
والی تهران: مرحله دوم بازگرداندن مهاجران غیرمجاز به‌زودی آغاز می‌شود

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، محمد صادق معتمدیان، د تهران والي، د پیشوا ولسوالۍ ته د خپل پنځلسم رسمي سفر پر مهال، د بېلابېلو سیمو د متوازن پرمختګ ترڅنګ، د ناقانونه بهرنیانو د ستنولو د دوهم پړاو د تطبیق خبر ورکړ.

معتمدیان زیاته کړه چې د تهران په کچه یو له مهمو اندېښنو څخه د ناقانونه جوړو سوو ودانیو او د ناقانونه بهرنیانو شتون دی. هغه ټینګار وکړ: «د اړوندو ادارو په همکارۍ به ډېر ژر د ناقانونه بهرنیانو د ستنولو دوهم پړاو عملي سي. دا طرح د دولت د امنیتي او ټولنیزو عمومي تګلارو یوه برخه ده چې د تهران په ولایت کې د مهاجرینو د وضعیت د تنظیم لپاره عملي کېږي.»

هغه همدارنګه په ولسوالیو کې د بې‌اجازې ودانیو پر وړاندې د جدي مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه ډول جوړونې د ښار د نظم ګډوډۍ لامل ګرځي او باید د ښاروالیو او قانوني ادارو په بشپړه همغږۍ، عملي اقدامات ترسره سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x