د ترکیې ولسمشر: موږ نه غواړو چې د چرنوبل ناورین تکرار شي

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په لويو کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: موږ د زاپوریژیا اټومي بټۍ په شاوخوا کې د روانو شخړو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. موږ نه غواړو یو نوی چرنوبیل تجربه کړو.

اردوغان په لويو کې د درې اړخیزې غونډې په اړه وویل: په دې غونډه کې مو د استانبول د اجماع له امله رامنځته شوې مثبته فضا په دایمي سولې بدلولو امکان و ارزاوه.

د ترکیې جمهور رئیس زیاته کړه: موږ د جنګی بندیانو د تبادلې او په دې برخه کې د خپلو هڅو په اړه بحث وکړ، دا موضوع خورا مهمه ده.

اردوغان د روسيې او اوکراين د جګړې په اړه وويل: نړيواله ټولنه بايد د ډيپلوماتيک بهير د راژوندي کولو لپاره زيات مسووليت په غاړه واخلي.

هغه ټینګار وکړ: اصلي موضوع د خبرو اترو میز ته د کښېناستلو لپاره د لنډې او عادلانه لارې ټاکل او جوړول دي.

د ترکیې جمهور رئیس وویل: موږ چمتو یو چې په استانبول کې د رامنځته شویو پیرامیټونو له لارې د خبرو اترو د بیا پیلولو په هدف د تسهیل کوونکي یا منځګړیتوب رول ولوبوو.

بیشتر بخوانید:  افغان لوبغاړي علي بلال د امریکا د ارنولډ کلاسیک اتلولي وګټله
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x