د ترافیکي چارو د سمون لپاره د طالبانو ناسته

د طالبانو سرپرست حکومت د ترافیکی پیښو د کمولو په موخه یوه ناسته وکړه، چې د یو شمیر مسولینو په ګډون ترسره سوه.
ریاست ترافیک

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د طالبانو سرپرست حکومت د ترافیکي پېښو د کمولو او د هېواد په سړکونو کې د نظم د رامنځته کولو په موخه او د ترافیکي چارو د سمون طرحې د څېړلو لپاره یوه ناسته جوړه کړه.
یاده ناسته د مولوي عبدالسلام حنفي، د اداري مرستیال، ترانسپورت او هوايي چلند مسولینو، کورنیو چارو، عامه کارونو، عامې روغتیا، او د ترافیک پولیسو د عمومي ریاست د مسؤلینو په ګډون ترسره سوه.

په دې ناسته کې پر یو شمیر موضوعاتو بحث وسو: د ترافیکي نښو او علایمو لګول، د لارښود لوحو نصبول، د مقعر او محدب هندارو لګول په څلور لارې کې، د سړک غاړې خوندي کوونکو پټیو (ګاردریلونو) جوړول، د لویو لارو او سړکونو خط‌کشي، د موټرو او چلوونکو لپاره د فني معاینې او روغتیايي کارتونو وېش، او د ترافیکي سرغړونو مخنیوی.

دغو اقداماتو موخه دا ښودل سوې چې د ترافیکي پېښو مخه ونیول سي او د شخصي، مسافرو وړونکو او بار وړونکو وسایطو په تګ راتګ کې نظم رامنځته سي.
دغه ناسته په داسې حال کې ترسره سوه چې په وروستیو اوونیو کې په هېواد د ترافیکي پېښو د مرګ ژوبلو شمېر په بېلابېلو ولایتونو کې په څرګند ډول زیات سوی او اندېښنې یې راپارولي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x