د بلخاب له جګړې وروسته په بامیان کې د طالبانو د پوستو زیاتوالی

د بلخاب له جګړې وروسته په بامیان کې د طالبانو د پوستو زیاتوالی

سیمه ییزې سرچینې وايي چې په بامیان ولایت کې د بلخاب له جګړې وروسته په دغه ولایت کې د طالبانو پوستې زیاتې شوي دي.

د معمار وحدت د خبری آژانس د راپور له مخې؛ د سرچينې په وينا، طالبانو په دې وروستيو ورځو کې د باميانو په نهو سيمو کې لږ تر لږه نهه پوستې جوړې کړې، چې د ټولو وګړو تګ راتګ څاري.

طالبانو په دې وروستیو کې د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د هزاره ګانو له خپل ناراضه قوماندان مولوي مهدي مجاهد سره نښته کړې ده. د دواړو خواوو له خوا د خبرو اترو له هڅو سره سره، دا هڅې ناکامې شوې او بالاخره طالبانو پر ولسوالۍ برید وکړ.

د بامیان اوسېدونکي وايي، د بلخاب له جګړې وروسته د دغه ولایت پر اوسېدونکو د طالبانو بندیزونه زیات شوي دي.

د بامیان یو اوسېدونکی وايي، طالبانو د بامیانو په هر کیلومترۍ کې پوستې جوړې کړې دي.

هغه وايي چې طالبان هم په پوستو کې د باميانو اوسېدونکي ځوروي.

په بامیانو کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې یو نفوذي کس نیولی او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړی دی.

نیول شوی کس حاجي ستار خان نومیږي او د مشرانو جرګې د پخواني غړي سناتور قیس خان تره دی.

بیشتر بخوانید:  د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر: د افغانستان حکومت د ښځو او نجونو په له منځه وړلو سره د هېواد پرمختګ له منځه وړي

خو د حاجي ستار خان خپلوان د طالبانو له خوا د هغه د نيول کېدو خبرونه ردوي او وايي چې نوموړى په ايران کې دى.

طالبان په خپلسري ډول د خلکو د توقیف له امله د نیوکې لاندي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x