د بشري حقونو څار: د افغانستان د رسنیو آزادی په دوو وروستیو لسیزو کې ټیټې کچې ته رسیدلي

د بشري حقونو څار په خپل تازه راپور کې ویلي چې طالبان په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان د بیان او رسنیو آزادی په بشپړ ډول له منځه وړی ده او خبرداری یې ورکړی چې د رسنیو وضعیت اوس په دوو لسیزو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
د بشري حقونو څار: د افغانستان د رسنیو آزادی په دوو وروستیو لسیزو کې ټیټې کچې ته رسیدلي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د بشري حقونو څار څرګنده کړې چې طالبان په تېرو څلورو کلونو کې د بیان او رسنیو آزادی په بشپړ ډول ځپلې ده. دغه نړیواله اداره خبرداری ورکوي چې د افغانستان د رسنیو وضعیت اوس تر ټولو ټیټ دی او خبریالان په دوامداره ډول له ګواښونو سره مخ دي.

په راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ، ۳۰ د میزان، خپور سوی، ویل سوي چې د طالبانو د واک ته د بیرته رسېدو له اگست ۲۰۲۱ راهیسې ګڼ شمېر خبریالان نیول سوي، شکنجه سوي یا مجبوره سوي چې سانسور وکړي. د راپور له مخې، امنیتي ارګانونه په ځانګړي ډول استخبارات او د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت، ټولې رسنۍ څاري او هر ډول انتقاد د واکمنۍ څخه ممکن سختې سزاګانې ولري.

د بشري حقونو څار ویلي چې د رسنیو چاپېریال د وېرې او سرکوب لاندې دی او خبریالان په عملي ډول د بې‌طرفه راپور ورکولو آزادی نه لري. د دوی په خبره، شدید سانسور، د رسنیو تړل، د ښځینه خبریالانو تهدید، او بې‌ځايه نیونې، د طالبانو د سیستماتیکې پالیسۍ یوه برخه ده چې غواړي خپلواک غږونه خاموش کړي.

دغه ادارې زیاته کړې چې طالبان د «څارنې، سانسور او د رسنیزو کارکوونکو د احتمالي انتقادونو له امله د مجازاتو کارولو» له لارې د افغانستان رسنۍ ویجاړې کړې دي. د بشري حقونو څار له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د مطبوعاتو د آزادۍ د دفاع لپاره پر طالبانو فشار زیات کړي او د خبریالانو ملاتړ په کور دننه جدي‌ ترسره کړي.







Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x