د ایران د سرې میاشتې ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلو سره مرستې ته چمتووالی اعلان کړ

د ایران د سرې میاشتې ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلو سره مرستې ته چمتووالی اعلان کړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې د ټولنې د نړیوالو چارو مرستیالې راضیه علیشوندي د یکشنبې په ورځ د ثور په ۲۳مه د ایرنا خبري آژانس ته وویل: دغه اداره چمتو ده چې د افغانستان سیلاب ځپلو خلکو ته مرستې ورسوي. د دغه خبر له مخې: جمهور رييس په افغانستان کې وروستيو اورښتونو ته په اشارې سره وويل: په دې هېواد کې په تېره بيا په بغلان کې سېلابونو د زيات شمېر خلکو د وژل کېدو او د کورونو د ويجاړولو لامل شوى دى. هغه زیاته کړه: “د خپلو وجداني دندو پر بنسټ او د بشري کړاوونو د کمولو لپاره، د ایران د سرې میاشتې ټولنه چمتو ده چې د [طالبانو] د مرستې د غوښتنې په صورت کې افغانستان ته طبي او مرستندویه ډلې واستوي.” د هېواد په یو شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول بغلان کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

بیشتر بخوانید:  سرچينې په غزني کې د اوبو د ١٧ کوچنيو بندونو د جوړولو د پيل خبر ورکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x