د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند: موږ په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره همکارۍ ته چمتو یو

ایران: آماده همکاری برای تأمین امنیت و ثبات در افغانستان هستیم

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان په وړاندې د ایران د نوي ډیپلوماتیک چلند په اړه ده، وویل: ایران په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د بقایي په وینا، د ایران بهرنۍ پالیسي د ځانګړو چوکاټونو دننه او د ملي ګټو پر بنسټ جوړه شوې ده، او د یو یا ډیرو اشخاصو بدلول به په هغې اغیزه ونلري.

دا څرګندونې په داسې وخت کې راځي چې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي له لرې کولو وروسته، د افغانستان اړوند مسایل به په کابل کې د ایران د سفارت د سرپرست او د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا د عمومي رییس له لارې تعقیب شي.

بیشتر بخوانید:  میرویس عزیزي په کابل کې د ۵۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت د طبي ښارګوټي د جوړولو اعلان وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x