د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ محمد صادق، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، اعلان کړی چې د «انګور اډې» پوله د افغانستان او پاکستان ترمنځ، له دوه کلن ځنډ وروسته، د ترانزیټ او وسایطو د تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل سوې ده. نوموړي د پنجشنبې په ورځ، د میزان په ۱۰مه، په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې په یوه پیغام کې لیکلي چې دا اقدام کولی سي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي فعالیتونو د پراختیا سبب سي. هغه ټینګار کړی چې د دې پولې پرانیستل د کابل او اسلاماباد ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو عملي ګام ګڼل کېږي. د پکتیکا ولایت د «انګور اډې» پوله د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو پولو څخه ده چې په وروستیو کلونو کې د سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو له امله څو ځله تړل سوې او بېرته پرانیستل سوې ده. د یادونې وړ ده چې د افغان مهاجرینو د شړلو لړۍ هم د همدې پولې له لارې عملي کېږي. دا په داسې حال کې ده چې، د افغانستان په ختیځ کې ځايي سرچینو خبر ورکړی چې د کونړ ولایت په پوله کې د طالبانو د سرحدي ځواکونو او د پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې رامنځته سوې دي. تر اوسه رسمي چارواکو دې راپورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
- د پاکستان او افغانستان د انګور اډې پوله
محمد صادق، اعلان کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «انګور اډې» پوله له دوو کلونو وروسته د ترانزیټ او د وسایطو د تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل سوې ده.

- 58
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151460
- کې خپور شو 1:59 ب.ظ
- د خبر شمیره 151460
- 12 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151460
- کې خپور شو 1:59 ب.ظ
- د خبر شمیره 151460
- 12 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 13:59 - 12 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د اندونیزیا له چارواکي سره د طالبانو د سفیر ټینګار پر سولې او ښه ګاونډیتوب باندې
17:37 - 1 عقرب 1404

ملاله یوسفزي د طالبانو سره تعامل «د افغانستان د ښځو سره خیانت» وبله
13:16 - 1 عقرب 1404

کارن یادو د هند د نوي سفیر په توګه په افغانستان کې وټاکل سو
12:44 - 1 عقرب 1404

مجاهد: امریکا د اوربند د ټینګښت لپاره له کابل سره اړیکه نیولې
18:22 - 30 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments