د انګلستان په جرسي ټاپو کې چاودنې ۳ تنه وژل شوي دي

د انګلستان په جرسي ټاپو کې چاودنې ۳ تنه وژل شوي دي
د معمار پرس د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د جرسي ټاپو جګپوړی وزیرې کریسټینا مور ویلي: د جرسي ټاپو په یوه اپارتمان ودانۍ کې د چاودنې او اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او تر ۱۰ زیات کسان لادرکه دي. د جرسي ټاپو د پولیسو مشر رابین سمیټ په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ: له دې پېښې وروسته د دغه ټاپو په پلازمېنه سنټ هیلیر کې بندر ته څېرمه یوه درې پوړیزه استوګنیزه ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې ده. د جرسي ټاپو د پولیسو مشر زیاته کړه: “له بده مرغه، په دې پیښه کې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او موږ لاهم د دې چاودنې د ممکنه ژوندي پاتې کیدو په لټه کې یو.” ده وویل: د دغې استوګنې د ودانۍ اوسېدونکو د جمعې په ماښام د اور وژنې له ډلې سره تماس ونيوه او په ودانۍ کې يې د ګازو د بوی له امله خبر ورکړ او دغه ځواکونه هم دغه ځاى ته ولېږل شول. سمېت په دې اړه څه ونه ویل چې ولې د اور وژنې ډلې له لېږلو او په دې هستوګنه ودانۍ کې د ګازو د بوی د څېړلو سره سره د دغې پېښې مخه ونه نیول شوه، خو ویې ویل: د چاودنې لامل باید وڅېړل شي. ده وويل: له دغې ودانۍ څخه له شلو څخه تر ٣٠ پورې کسان را ايستل شوي او ددغې سيمې ښاروالۍ ته د سرپناه د کارولو لپاره ليږدول شوي او د دوو تنو ټپيانو سرپايي درملنه شوې ده. د جرسي ټاپو په انګلستان پورې تړلی دی او د 100,000 څخه ډیر نفوس لري.
بیشتر بخوانید:  طالبانو په ناروې کې د سفیر پر نه منلو خواشیني څرګنده کړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x