د اندونیزیا له چارواکي سره د طالبانو د سفیر ټینګار پر سولې او ښه ګاونډیتوب باندې

سعدالله بلوچ، د طالبانو د سفارت سرپرست په جاکارتا کې، د اندونیزیا په بهرنیو چارو وزارت کې د منځنۍ او ختیځې آسیا د برخې له رئیس ریکی احسان سره د لیدنې پر مهال د پر سولې، ښه ګاونډیتوب او د سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د اندونیزیا له چارواکي سره د طالبانو د سفیر ټینګار پر سولې او ښه ګاونډیتوب باندې

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، سعدالله بلوچ، د طالبانو د سفارت سرپرست په جاکارتا کې، له ریکی احسان، د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت له چارواکي سره لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي. د طالبانو د سفارت د څرګندونو له مخې، دا لیدنه تازه ترسره سوې او دواړو لورو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د امنیتي وضعیت او همدارنګه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د هغه اوربند تړون په اړه، چې په دوحه کې لاسلیک سوی، خبرې کړې دي.

سعدالله بلوچ په دې لیدنه کې د وروستیو تحولاتو په اړه وویل، اسلامي امارت د سولې، ښه ګاونډیتوب او د مثبتو سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا ژمن دی، او هڅه کوي له سیمه‌ییزو هېوادونو سره مثبت تعامل وساتي او لا یې پیاوړی کړي.

یاده دې وي چې دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستی توافق په افغانستان کې د خلکو او شنونکو اندېښنې راپارولې دي، او یو شمېر منتقدان د دغه تړون د جزئیاتو د روښانتیا غوښتنه کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x