د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې، چې د بګرام د هوايي اډې د بېرته نیولو په اړه وې، وویل چې دا موضوع د افغانستان او امریکا د دوه اړخیزو اړیکو په چوکاټ کې راځي او اسلاماباد په دې برخه کې مستقیم دریځ نه لري. شفقت علي خان، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، په خپله وروستۍ خبري ناسته کې وویل: «له دیپلوماتیک نظره، د بګرام هوايي اډه د افغانستان او امریکا ترمنځ مسئله ده. البته هر څه چې زموږ په سیمه کې پېښېږي، موږ یې په دقت څارو، خو د وړاندې کولو لپاره ځانګړی نظر نه لرو.» د ټرمپ څرګندونو چې د بګرام د هوايي اډې ستراتیژیک موقعیت او د چین نږدېوالي یې یاد کړي وو، د واشنګټن د جیوپولیټیکي اهدافو په اړه اټکلونه راپورته کړي دي. له دې سره سره، پاکستان له هر ډول څرګند دریځ څخه ډډه کړې او یوازې یې د سیمې پر تحولاتو د څارنې ټینګار کړی دی. تر دې وړاندې چین هم د امریکا د بیا پوځي حضور مخالفت کړی و. کابل باید د پاکستان او «ټېټېپي» ترمنځ یو انتخاب کړي په همدې غونډه کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خبریالانو د ګڼو پوښتنو په ځواب کې د افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه د اسلاماباد رسمي دریځ تکرار کړ. هغه د پاکستان د لومړي وزیر د هغو څرګندونو په تړاو، چې د بنو په سیمه کې د وژل سویو ۱۶ امنیتي سرتېرو د جنازې پر مهال سوي وې، وویل: «د لومړي وزیر پیغام ډېر روښانه دی: کابل باید د پاکستان او د پاکستانی طالبانو غورځنګ (ټېټېپي) ترمنځ یو انتخاب کړي.» د صادق خان، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي، د سفرونو په اړه شفقت علي خان ټینګار وکړ چې دغه سفرونه د هغه د منظم دیپلوماتیکو دندو یوه برخه ده او که نوی سفر پلان سي، رسنۍ به خبرې سي. نوموړي وویل: «صادق خان مهم ځای لري او په دوه اړخیزو اړیکو کې د هغه رول پېژندل سوی دی.
- د بګرام په اړه د اسلامآباد بېطرفي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې د بګرام هوايي اډې موضوع د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو پورې اړه لري او اسلاماباد په دې اړه کوم نظر نه لري.

- 90
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149337
- کې خپور شو 10:42 ق.ظ
- د خبر شمیره 149337
- 30 سنبله 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149337
- کې خپور شو 10:42 ق.ظ
- د خبر شمیره 149337
- 30 سنبله 1404
- آخرین بروزرسانی 11:45 - 30 سنبله 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د اندونیزیا له چارواکي سره د طالبانو د سفیر ټینګار پر سولې او ښه ګاونډیتوب باندې
17:37 - 1 عقرب 1404

ملاله یوسفزي د طالبانو سره تعامل «د افغانستان د ښځو سره خیانت» وبله
13:16 - 1 عقرب 1404

کارن یادو د هند د نوي سفیر په توګه په افغانستان کې وټاکل سو
12:44 - 1 عقرب 1404

مجاهد: امریکا د اوربند د ټینګښت لپاره له کابل سره اړیکه نیولې
18:22 - 30 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments