د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د آلمان خبري آژانس (dpa) لیکلي چې دغه افغان مهاجر د اسلاماباد نه د یوې سوداګریزې الوتنې په مټ آلمان ته ولېږدول سول او د لارې په منځ کې یې په استانبول کې دمه درلوده. راپور زیاتوي چې تر اوسه له ۲،۰۰۰ زیات افغان کډوال چې د بیا مېشتېدو شرایط پوره کوي، لا هم په پاکستان کې بند پاتې دي او د نیول کېدو یا ایستلو له خطر سره مخ دي. دا دویم ځل دی چې له مې میاشتې راهیسې د آلمان د حکومت د بدلون وروسته د بیا مېشتېدو عملیات ترسره کېږي. د دې تر څنګ، د سپتمبر په لومړیو کې هم ۴۷ افغانان د همدې لارې هانوفر ښار ته انتقال سوي وو او وروسته په بېلابېلو ایالتونو کې وویشل سول. د آلمان د حکومت رسمي پروګرام چې د افغان زیانمنونکو د ملاتړ لپاره جوړ سوی وو، لا هم ځنډیدلی پاتې دی. دغه پروګرام په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره جوړ سوی وو چې پخوا یې د آلمان له ماموریتونو سره کار کړی یا د طالبانو تر واک لاندې د خطر سره مخ دي، لکه خبریالان، حقوقپوهان او د بشري حقونو فعالان. له مې میاشتې د دې پروګرام تر ځنډېدو وروسته، زرګونه افغان کډوال په پاکستان کې په ناپېژندلې او ستونزمن وضعیت کې ژوند کوي. د راپور پر بنسټ، ځینې افغانان د آلمان د محکمې په پرېکړه آلمان ته رسېدلي او یو شمېر نورو ته د آلماني غیرانتفاعي موسسې «کابل لوفتبریکه» (Kabul Luftbrücke) له خوا د خوندي انتقال زمینه برابره سوې ده.
- په پاکستان کې د افغان مهاجرو نامعلوم برخلیک
د هغو افغان زیانمنونکو کډوالو دویمه ډله چې د بیا مېشتېدو لپاره یې د آلمان تأیید تر لاسه کړی، د یوې سوداګریزې الوتنې له لارې له اسلاماباده آلمان ته ولېږدول سول.

- 65
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150171
- کې خپور شو 3:28 ب.ظ
- د خبر شمیره 150171
- 3 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150171
- کې خپور شو 3:28 ب.ظ
- د خبر شمیره 150171
- 3 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 15:28 - 3 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د افغانستان د وګړو لپاره په ایران کې د کاري ویزو د صادرولو پیل
17:05 - 30 میزان 1404



په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د استوګنیزو سیمو د ویجاړولو عملیات پنځمې ورځې ته ورسېدل
13:47 - 28 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments