د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی له خپلې دندې ګوښه شو

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی له خپلې دندې ګوښه شو
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د تېر کال د جوزا په میاشت کې اصف درانی د افغانستان په چارو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه معرفي کړ او دراني په دې پوست کې شاوخوا یو کال او درې میاشتې کار وکړ. دغه پاکستانی دیپلومات چې په فارسي او پښتو ژبو روان دی، د خپل ماموریت پر مهال څو ځلې کابل ته راغلی او له طالب چارواکو سره یې لیدلي دي. نوموړي د خپل ماموریت پر مهال په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د سیمې د هېوادونو د استازو په غونډو کې هم ګډون کړی و.
بیشتر بخوانید:  په کابل کې ۳ تنه د غلا په تور ونیول شول
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x