د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په نوې پرېکړه کې د پوهنتونونو استادانو او له څلورم بست ټیټو مامورینو لپاره د ځیرک موبایلونو کارول منع اعلان کړل او دا اقدام یې د «زیاتې بوختیا او کارونو د پېچلتیا» له امله ضروري وباله. د راپورونو له مخې، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو استادانو او مامورینو لپاره د ځیرک موبایلونو کارول منع اعلان کړل. شنبه، د میزان ۱۲مه، رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت رسمي سند ترلاسه سوی چې ښيي دا پرېکړه د دغه وزارت د مشرتابه شورا لخوا سوې ده. په دې سند کې راغلي چې د ځیرک موبایلونو کارول «بوختیا او د کارونو پېچلتیا زیاتوي». په سند کې له استادانو او له درېم بست پورته مامورینو غوښتل سوي چې د ځیرک موبایلونو کارول په تدریجي ډول کم کړي. په رسمي سند کې راغلي: «په مشرتابه شورا کې پرېکړه وسوه چې هېڅ فاضل د پوهنتونونو دننه د ځیرک موبایل کارولو حق نلري.» د سند په ادامه کې راغلی: «هغه اداري کارکوونکي چې د لوړو زدهکړو وزارت مرکز، ټولنې، او پوهنتونونو کې په څلورم بست او یا له هغه ټیټو بستونو کې دندې ترسره کوي، د رسمي کاري ساعتونو په جریان کې د ځیرک موبایل کارولو حق نلري او باید دا موبایل له ځان سره کار ته یو نسي.» د طالبانو لخوا د ځیرک موبایلونو کارول منع کول نوې موضوع نه ده. هبتالله اخندزاده شاوخوا یو کال وړاندې په کندهار کې ددې ډلې د علماو شورا ته ویلي وو چې د ځیرک موبایلونو د بندولو لپاره یو «شرعي لاره» پیدا کړي.
- د ځیرک مبایلونو په کارولو بندیز
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د نوې پرېکړې په اساس، د پوهنتونونو استادانو او له څلورم بست ټیټو کارکوونکو لپاره د ځیرک موبایلونو کارول منع اعلان کړل.

- 45
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151857
- کې خپور شو 5:59 ب.ظ
- د خبر شمیره 151857
- 14 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151857
- کې خپور شو 5:59 ب.ظ
- د خبر شمیره 151857
- 14 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 17:59 - 14 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د خدمتونو بیا پیل؛ طالبانو په شپږو میاشتو کې له ۵۲۸ زرو څخه ډېر پاسپورتونه صادر کړي دي
13:37 - 30 میزان 1404

د افغانستان د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د همکارۍ د هوکړهلیک لاسلیک
16:59 - 29 میزان 1404


د خوړو نړيوال پروګرام: د لوږې بحران په افغانستان کې ورځ تر بلې سختېږي
15:14 - 29 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments