د افغانستان په اړه د پاکستان او یوناما د استازو ترمنځ خبرې

گفتگوی نمایندگان پاکستان و یوناما درباره افغانستان

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د جمعې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د پاکستان د څانګې له مشر مالک سیسي سره په اسلام اباد کې د افغانستان پر حالاتو او د دوه اړخیزو ګټو په اړه خبرې وکړې. محمد صادق خان په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې پر امنیتي مسایلو او سیمه ییزو همکاریو تمرکز وشو. دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې صادق خان تېره اوونۍ د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو په هدف کابل ته سفر کړی و. د افغانستان او پاکستان تر منځ په دې وروستیو کې د سرحدي بریدونو له زیاتوالي وروسته کړکېچ زیات شوی دی. دغه وضعیت په سیمه کې د شخړو د زیاتیدو په اړه نړیوال سازمانونه اندیښمن کړي دي.

بیشتر بخوانید:  ملګري ملتونه په افغانستان کې د ملیونونو نجونو د زده کړې څخه د محرومیت د پای ته رسولو لپاره په بیړني اقدام ټینګار کوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x