د هینلي له خوا د پاسپورت د شاخص په وروستۍ ارزونه کې، د افغانستان د پاسپورت اعتبار تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی او د پاسپورت خاوندان یې بل هېواد ته له ویزې پرته سفر له لاسه ورکړی دی. په دې تازه خپره شوې ارزونه کې ویل شوي چې افغانستان چې پخوا ۲۷ هېوادونو ته له ویزې پرته تګ راتګ کاوه اوس یوازې ۲۶ هېوادونو ته تګ راتګ کولای شي. د هینلي د پاسپورت شاخص د احصایې پر بنسټ، “افغانستان د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورت پاتې دی او په تیرو شپږو میاشتو کې یې یو بل منزل ته لاسرسی له لاسه ورکړی دی.” په همدې حال کې سینګاپور په پرله پسې توګه د شپږم کال لپاره د نړۍ تر ټولو قوي پاسپورت لري او اتباع یې کولای شي ۱۹۵ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي. فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او هسپانیه په دوهم ځای کې د ۱۹۲ ویزو پرته ځای لري.

- 41
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9653
- کې خپور شو 2:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 9653
- 3 اسد 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9653
- کې خپور شو 2:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 9653
- 3 اسد 1403
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:10 - 3 اسد 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments