د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان ملي فوټسال ټیم چهارشنبه د میزان دویمه ۱۴۰۴ (۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵)، د مقدماتي پړاو په دوهمه لوبه کې د کوربه ټیم، میانمار، پر وړاندې ودرید. دا سیالي د یانګون ښار په MFF ورزشي سالون کې د ځايي وخت پر ۱۴:۰۰ بجو ترسره سوه او افغانستان وکولای سول په یوه نندارهيي لوبه کې خپل سیال په ډېرو ګولونو سره ۸ پر ۰ مات کړي. د هېواد فوټسالیستانو تر دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې د مالدیو پر وړاندې د ۱۰ پر ۱ په نتیجه بری ترلاسه کړی و. د H ډلې سیالۍ د افغانستان، میانمار او مالدیو ترمنځ ترسره سوې او په پای کې د افغانستان ملي فوټسال ټیم په ځلانده کارکردګۍ سره چې ۱۸ ګولونه یې وهلي، یوازې یو ګول یې خوړلی، ۶ امتیازه یې ترلاسه کړي او پرته له ماتې یې لوبې پای ته رسولې، د ډلې د سر په توګه د آسیا د ملتونو د فوټسال د جام ۲۰۲۶ وروستي پړاو ته چې په سعودي عربستان کې کېږي، بریالی سو. دې پیاوړې صعود، د افغانستان د فوټسال د لا زیاتې ځلېدنې هیلې د آسیا په کچه زیاتې کړې دي.
- د افغانستان فوټسال ځلیدل د ۲۰۲۶ آسیا ملتونو جام کې
د افغانستان ملي فوټسال ټیم د ۲۰۲۶ آسیا ملتونو جام د مقدماتي پړاو په دوهمه لوبه کې د کوربه هېواد، میانمار، پر وړاندې په قاطعیت سره د ۸ پر ۰ بریا ترلاسه کړه او د H ډلې د سر په توګه د دغو سیالیو وروستي پړاو ته، لار وموندله.

- 132
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150133
- کې خپور شو 1:33 ب.ظ
- د خبر شمیره 150133
- 3 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150133
- کې خپور شو 1:33 ب.ظ
- د خبر شمیره 150133
- 3 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 13:33 - 3 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

روحالله نظری د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو د آسیايي لوبو د برونز مډال ترلاسه کړ
16:41 - 29 میزان 1404


د افغانستان تکواندو لوبغاړي د نړیوالو او آسیایي سیالیو لپاره روان سول
16:58 - 27 میزان 1404

راشد خان یو ځل بیا د نړۍ د توپاچوونکو د درجه بندۍ په سر کې ځای ونیوه
14:55 - 24 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments