د افغانستان شمال ته د ایراني چارواکو د دیپلوماتیکو سفرونو دوام؛ له ایران څخه افغانستان ته کوم ګواښ نشته

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ په كابل كې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت مرستيال سيد حسن مرتضوي د افغانستان شمال ته د خپل سفر په ترڅ كې د بلخ ولايت مركز مزارشريف ته ننوتل.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه، چې ایران لا هم د افغانستان له خلکو سره دی او د دغه هېواد له خاورې به افغانستان ته هېڅ ګواښ نه وي.

هغه چې مزارشريف ته د سفر لپاره تللی، وايي چې تهران د افغانستان له خلکو سره هر څومره چې امکان لري مرسته کوي.

مرتضوي په دغه سفر کې د افغانستان د شمالي ولایت بلخ د والي سره د طالبانو د موقت حکومت له نوي والي داوود مزمل سره هم وکتل.

د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت مرستيال د بلخ ولايت تجارتي، اقتصادي، علمي او فرهنګي ظرفيتونو ته په اشارې سره وويل، د ټولو وروستیو کلونو او میاشتو په شان د ایران اسلامی جمهوریت چمتو دی چې په دغه ولایت کښې د زیربناو د پراختیا او ملاتړ لپاره مرستې او پانګونې وکړی.

نوموړي په مزارشريف ښار کې د حضرت علي (ع) له زيارت څخه تر ليدنې وروسته د دغه زيارت لپاره د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا ټاکل شوي نوي معتمدينو سره وکتل.

بیشتر بخوانید:  ملګري ملتونه: د افغان ښځو پر کار او زده کړو د بندیز دوام به نړیوالې مرستې بندې کړي

په كابل كې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت چارواكي په تېرو څو ورځو كې د افغانستان شمال ته د خپل سفر په ترڅ كې سرپل ولايت ته ولاړل او بيا مزارشريف ته ولاړل.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x