د افغانستان د ۲۰ کلنو ملي فوټبال لوبډله د کافا اتلولۍ لپاره تاجکستان ته ورسېده

د افغانستان د ۲۰ کلنو ملي فوټبال لوبډلې کاروان د کافا اتلولۍ کې د ګډون لپاره دوشنبې ته ورسېد.
د افغانستان د ۲۰ کلنو ملي فوټبال لوبډله د کافا اتلولۍ لپاره تاجکستان ته ورسېده

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د فوټبال فډریشن په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې اعلان وکړ چې د هیواد د ۲۰ کلنو ملي فوټبال لوبډله نن، شنبه، د جوزا په ۱۷مه، د کافا اتلولۍ کې د ګډون لپاره د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته ورسېده.

سیالۍ به د (جون په ۱۰مه) پیل شي چې تاجکستان به د دې سیالۍ کوربه وي او شپږ سیمه ییز ټیمونه به پکې برخه واخلي.

د افغانستان، ایران، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان ټیمونه به په دې ټورنمنټ کې سیالي وکړي.

د کافا اتلولۍ په مرکزي آسیا کې د فوټبال یو له خورا معتبرو سیالیو څخه ګڼل کیږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x