د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مالدیف پر وړاندې بریا خپله کړه

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مالدیف پر وړاندې بریا خپله کړه

د معمار پرس د خبر له مخې: د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې نن یکشنبه د میزان ۲۹مه د منځنۍ اسیا د والیبال د اتلولۍ جام په خپله دریمه سیالي کې د مالدیف لوبډلې ته ماتې ورکړه. په نننۍ لوبه کې افغانستان درې سیټونه د ۲۵-۱۹، ۲۵-۱۸ او ۲۸-۲۶ پایلې سره وګټل، خو دغې لوبډلې په خپلو تېرو دوو لوبو کې د ترکمنستان او ازبکستان پر وړاندې ماتې خوړلې وه. د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به سبا دوشنبه په خپله څلورمه لوبه کې د تاجکستان له لوبډلې سره مخامخ شي. افغانستان به په ګروپي پړاو کې وروستۍ لوبه د سه شنبې په ورځ له قرغزستان سره کوي.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډیانو لپاره د ترهګریزو ګواښونو پایلې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x