د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پاکستان پر وړاندې رسمي شکایت د آسیا فوټبال کنفدراسیون (AFC) ته سپارلی

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د پاکستان له‌خوا د ملي لوبډلې د لوبغاړو د ویزو په صادرولو کې د ځنډ، موضوع یې د فوټبال کنفدراسیون (AFC) له لارې تعقیب کړې ده.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پاکستان پر وړاندې رسمي شکایت د آسیا فوټبال کنفدراسیون (AFC) ته سپارلی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې د لوبغاړو د ویزو د ناوخته صادرېدو موضوع یې په رسمي ډول د آسیا فوټبال کنفدراسیون ته وړاندې کړې ده. فدراسیون زیاته کړې چې د پاکستان له‌خوا د ویزو د صادرېدو په ځنډ کېدو سره، دا موضوع په رسمي ډول د AFC سره ثبت سوې ده. د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلې ټاکل سوې چې د پنجشنبې په ورځ، د میزان په ۱۷مه، د آسیا د ملتونو د جام د مقدماتي سیالیو په لړ کې، د اسلام‌‎آباد ښار په جناح لوبغالي کې د یو بل پر وړاندې لوبه وکړي. فدراسیون ټینګار کړی چې د ملي لوبډلې د غړو لومړنی لست یې د سپتمبر په ۱۸مه د پاکستان سفارت ته استولی وو، خو د پرله‌پسې اړیکو او رسمي تعقیبونو سره سره، تر اوسه د لوبغاړو او د ټیم د نورو غړو ویزې نه دي صادر سوې. دغه فدراسیون یادونه کړې چې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي باید له اروپایي هېوادونو، استرالیا، امریکا، کاناډا او نورو آسیایي هېوادونو څخه پاکستان ته سفر وکړي، او د ویزو په صادرېدو کې ځنډ د ټیم د پلان سوې برنامې ګډوډۍ سبب سوی دی. په اعلامیه کې راغلي چې دا ځنډ به ددې لامل سي چې لوبغاړي پرته له تمریني غونډو او لازمې چمتووالي د کوربه ټیم پر وړاندې ولوبېږي، چې دا کار به د ټیم پر فعالیت منفي اغېز ولري. د افغانستان د فوټبال فدراسیون له آسیا فوټبال کنفدراسیون څخه غوښتي چې په دې برخه کې مداخله وکړي او ستونزه حل کړي، څو په سیالیو کې عدالت وساتل سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x