د افغانستان د بدن‌سازۍ لوبغاړي بسم‌الله مرداني په نړیوالو سیالیو کې د دوو طلایي مډالونو په ترلاسه کولو ځلیدلی دی

بسم‌الله مرداني، د افغانستان یو زړور او استعدادمن ورزشکار، وتوانېد چې د فنلنډ د بدن‌سازۍ په نړیوالو سیالیو کې دوه طلایي مډالونه ترلاسه کړي او یو ځل بیا یې د افغانستان نوم په نړیوالو ورزشي ډګرونو کې ځلانده کړي.
د افغانستان د بدن‌سازۍ لوبغاړي بسم‌الله مرداني په نړیوالو سیالیو کې د دوو طلایي مډالونو په ترلاسه کولو ځلیدلی دی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، بسم‌الله مرداني، چې په فنلنډ کې میشت افغان بدن‌ساز دی، د دغه هېواد د بدن‌سازۍ او فزیک اتلولۍ سیالیو کې په زړه پورې بریاوې ترلاسه کړې او دوه طلایي مډالونه یې وګټل. مرداني د بدن‌سازۍ په برخه کې لومړی مقام خپل کړ، او د فزیک په برخه کې یې د ۱۷۳ سانتي‌متره قد لرونکو لوبغاړو په کتګورۍ کې له ټولو سیالانو لوړ ځای خپل کړ او دویم طلایي مډال یې ترلاسه کړ.

دغه ۲۷ کلن ورزشکار د دغو دوو عنوانونو په ترلاسه کولو سره د فنلنډ د ملي ټیم غړیتوب او په هسپانیا کې د نړیوالو سیالیو د ګډون جواز ترلاسه کړ.

هغه په خپل انستاگرام پاڼه کې لیکلي چې په «طبیعي بدن‌سازۍ» او «طبیعي کلاسیک فزیک» برخو کې د اتلولۍ پر پوډیم ولاړ دی. مرداني دا یادونه هم کړې چې ډېر ژر به د شمالي اروپا د فټنس او بدن‌سازۍ په سیالیو کې، چې د اکتوبر په ۲۵ او ۲۶مه د سویډن په هېواد کې ترسره کېږي، ګډون وکړي.

بسم‌الله مرداني له لسو کلونو راپه‌دېخوا په فنلنډ کې ژوند کوي او له ۲۰۱۷ کال راهیسې یې په مسلکي ډول بدن‌سازي پیل کړې ده. نوموړی د شخصي تمرینونو تر څنګ د روزونکي (مربی) په توګه هم فعالیت کوي او هڅه کوي خپلې تجربې د دې برخې له مینه‌والو سره شریکې کړي.

دغه بریاوې د مرداني د زحمت، حوصلې او نه ستړې کېدونکي هڅو څرګندونه کوي، چې د یوه افغان مهاجر په توګه یې د اروپا په ورزشي ډګر کې ځان ته دروند ځای پیدا کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x