د افغانستان بانک: د بشري مرستو د بندېدو په اړه خپاره شوي راپورونه حقیقت نلري

د افغانستان بانک: د بشري مرستو د بندېدو په اړه خپاره شوي راپورونه حقیقت نلري

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د یاد بانک په اعلامیه کې چې نن خپره شوې، ویل شوي دي: “پرون یو شمېر رسنیو د افغانستان بانک د ویاند له قوله د نړیوالو مرسته کوونکو د بشري مرستو د بندېدو په اړه راپور خپور کړی دی چې حقیقت نلري.”
د افغانستان بانک، د رسنیو له مسئولینو څخه غوښتي چې د خبرونو په لیکلو او خپرولو کې دې د بېطرفۍ اصل ته پاملرنه وکړي او د عامه ذهنونو د خرابوالي سبب نشي.
دغه بانک څرګنده کړې چې، د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي؛ ستاینه کوي او د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي.
د یادونې وړ ده چې د مرستندویو هېوادونو د بشري مرستو د لېږلو بهیر له پیله تر اوسه، د بشري مرستو ۵۴ کڅوړې چې نږدې دوه میلیارډه امریکايي ډالره کېږي؛ افغانستان ته رارسېدلې دي. د دغو مرستو وروستۍ ۴۰ میلیونه ډالري کڅوړه د روان کال د لېندۍ په ۲۳مه کابل ته رارسېدلې وه.

بیشتر بخوانید:  په مالیزیا کې د طالبانو سفارت افغان اتباعو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x