د افغانستان او ترکمنستان د سوداګرۍ خونې له خوا څو سوداګریز تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان او ترکمنستان د سوداګرۍ خونې له خوا څو سوداګریز تړونونه لاسلیک شول

د معمار پرس د خبر له مخې، د افغانستان او ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې پرون (دوشنبه د ثور ۱۷مه) په هرات کې د یوې غونډې په ترڅ کې له لسو څخه زیات تړونونه او دوه یادداشتونه لاسلیک کړل. د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تړونونه د ساختماني توکو لپاره دي چې په کې د ګول سیخ، د ترمیم رنګ، مرمر ډبرو او خوراکي توکو شامل دي. سرچينه زياتوي، چې اوس د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره ښه فرصت دى او بايد دواړه لوري ترې پوره ګټه پورته کړي. د يادونې وړ ده، چې ترکمنستان په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې او د دغه هېواد چارواکو په وار وار له طالب چارواکو سره په ليدنو کې د اړيکو د پراختيا غوښتنه کړې ده.

بیشتر بخوانید:  په پنجشېر کې د ماشومانو د خوارځواکۍ پېښې مخ په ډېرېدو دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x