د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت اعلان کړی چې عبداللطیف منصور، د دې وزارت وزیر، د بنګلهدېش له یو شمېر عالمانو او پانګهوالو سره د لیدنې پر مهال د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د اقتصادي او دیني همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت (یکشنبه، د وږي ۳۰مه) خبر ورکړی چې عبداللطیف منصور د غونډو په تالار کې له یو شمېر بنګلهدېشي عالمانو او پانګهوالو سره کتنه او خبرې کړې دي. د وزارت په وینا، په دې ناسته کې مذهبي، سیاسي او اقتصادي موضوعات د خبرو اصلي محور و او دواړو لورو خپل نظرونه په دې برخو کې سره شریک کړل. عبداللطیف منصور په خپلو خبرو کې د افغانستان د انرژۍ د تولید په برخه کې د پراخو ظرفیتونو یادونه وکړه او ویې ویل چې حکومت د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو لپاره ټولې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي دي. بنګلهدېشي پلاوي هم د دې لیدنې له امله د خوښۍ څرګندونه وکړه او پر دې یې ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او مذهبي اړیکې او همکاری پراخې سي.
- د افغانستان او بنګلهدېش دوه اړخیزې همکارۍ
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت خبر ورکړی چې عبداللطیف منصور، د دې وزارت وزیر، له یو شمېر بنګلهدېشي عالمانو او پانګهوالو سره لیدنه او خبرې کړې دي.

- 42
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149717
- کې خپور شو 12:42 ق.ظ
- د خبر شمیره 149717
- 1 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149717
- کې خپور شو 12:42 ق.ظ
- د خبر شمیره 149717
- 1 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 13:43 - 1 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنج شنبه د 1404 کال د عقرب 1)
12:32 - 1 عقرب 1404

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنج شنبه، د عقرب 1
12:26 - 1 عقرب 1404

د ژغورنې نړېواله کمېټه: افغانستان ښايي ۱۰ سلنه ناخالص ملي عاید له لاسه ورکړي
17:57 - 30 میزان 1404

د خدمتونو بیا پیل؛ طالبانو په شپږو میاشتو کې له ۵۲۸ زرو څخه ډېر پاسپورتونه صادر کړي دي
13:37 - 30 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments