د اسلامي نړۍ د عالمانو د ټولنې مشر د اسلامي هېوادونو له خوا د طالبانو د په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

د اسلامي نړۍ د عالمانو د ټولنې مشر د روسیې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو د پریکړې هرکلی وکړ او له اسلامي هېوادونو یې وغوښتل چې د دې ډلې حکومت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژني.
د اسلامي نړۍ د عالمانو د ټولنې مشر د اسلامي هېوادونو له خوا د طالبانو د په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اسلامي نړۍ د عالمانو د ټولنې مشر علي قره‌داغي د روسیې د وروستي اقدام ستاینه وکړه او دا پریکړه یې د افغان خلکو د ارادې د درناوي نښه وګڼله.

هغه ټینګار وکړ چې د اسلامي هېوادونو له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل کولای شي په سیمه کې د دې ډلې د دریځ په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

د اسلامي نړۍ د عالمانو د ټولنې مشر وویل چې د طالبانو حکومت د افغانانو د قربانیو پایله ده او د خلکو له ملاتړ څخه یې خپل مشروعیت ترلاسه کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x