د اسلامي مرستو سازمان: د افغانستان په ختیځ کې ۹۰ سلنه زلزله‌ځپلي لا هم بې‌سرپناه دي

د اسلامي مرستو سازمان د ژمي د رارسېدو په درشل کې اعلان کړی چې د افغانستان د ختیځ ۹۰ سلنه زلزله‌ځپلي لا هم مناسبه سرپناه نه‌لري او په خلاصه فضا کې لاندې ژوند کوي.
د اسلامي مرستو سازمان: د افغانستان په ختیځ کې ۹۰ سلنه زلزله‌ځپلي لا هم بې‌سرپناه دي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د اسلامی مرستو سازمان ویلي چې د ژمي د نږدې کېدو سره، لا هم ډېری زلزله‌ځپلي کورنۍ بې‌سرپناه دي او په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د دې سازمان د پروګرامونو مشر ویلي چې هغه کورنۍ چې د وروستۍ زلزلې څخه ژوندۍ پاتې سوې دي، اوس د ډېرو ستونزو او کړاو سره مخ دي او د ژمي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، په ځانګړي ډول پیاوړي سرپناه او د تودوخې موادو ته.

ملګرو ملتونو مخکې راپور ورکړی وو چې د تېرې میاشتې د زلزلې له امله په کنړ او ننګرهار ولایتونو کې له ۸ زرو څخه ډېر کورونه وران یا زیانمن سوي دي. دا طبیعي پېښه چې د اګست په پای کې رامنځته سوه، زرګونه کورنۍ یې بې‌کوره کړې او د لرې پرتو سیمو لاسرسی یې له لوژستیکي ننګونو سره مخ کړ.

د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکي وایي، د زلزله‌ځپلو د مرستې بهیر لا هم روان دی، او هڅې کېږي چې خېمې، د خوړو توکي او روغتیایي خدمتونه وویشل سي. خو بشري مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې که نړیواله ټولنه پراخه مرسته ونه کړي، راتلونکی ژمی به د مړینو او کړاوونو کچه نوره هم لوړه کړي.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر (اوچا) مخکې د ۱۳۹.۶ میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه، تر اوسه یوازې ۱۷ سلنه یې برابرې سوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x