د ازبکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو پراخېدل؛ کابل او تاشکند ۳۵ تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د ازبکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو پراخېدل؛ کابل او تاشکند ۳۵ تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د معمار پرس د خبر له مخې، پرون کابل ته د ازبکستان د صدراعظم عبدالله عارفوف د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت ۳۵ تفاهم لیکونه لاسلیک شول. د طالبانو د لومړي وزير د اقتصادي چارو د مرستيال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱،۴ ميليارد ډالرو په ارزښت ۱۲ د پانګونې تفاهم ليکونه او د ۱،۱ ميليارد ډالرو په ارزښت ۲۳ سوداګريز تفاهم ليکونه لاسليک شوي دي. د طالبانو د صدراعظم د دفتر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې افغانستان د دواړو هېوادونو په پلازمینو کې د ډیپلوماټیکو ظرفیتونو د زیاتولو لېواله دی.

بیشتر بخوانید:  د قزاقستان د سفیر او په هرات کې د طالبانو د والي ترمنځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اسانتیاوو د زیاتوالي په اړه خبرې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x