د اروپايي کمیسیون رییس له مصر سره د ۴۰ میلیارده یورو په ارزښت ۲۰ تړونونه لاسلیک کړل

د اروپايي کمیسیون رییس له مصر سره د ۴۰ میلیارده یورو په ارزښت ۲۰ تړونونه لاسلیک کړل

د اروپايي کمیسیون مشرې اروسولا فون‌درلاین د اروپا او مصر د پانګونې په غونډه کې وویل چې له مصر سره د څه باندې ۴۰ میلیارده یورو په ارزښت ۲۰ تړونونه او یادداشتونه لاسلیک شوي دي. د یورونیوز خبري شبکې د راپور له مخې، د اروپايي کمیسیون مشر دا اعلان وکړ چی اروپایی شرکتونه د 40 ملیارد یورو په ارزښت د مصري شریکانو سره 20 نوي قراردادونه او د تفاهم یادداشتونه لاسلیک کوي چې د صنعت پراخه لړۍ پوښي. فون‌درلاین دغه څرګندونې په قاهره کې د اروپا او مصر د پانګونې په غونډه کې وکړې او د دغه سفر په ترڅ کې یې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسی سره هم خبرې وکړې. هغه له مصر سره د تړونونو په اړه زیاته کړه: موږ له هایدروجن څخه نیولې تر اوبو مدیریت، ساختماني، کیمیاوي موادو، بار وړلو، هوايي چلند او د موټرو د تولید په برخو کې شرکتونه لرو.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان د کړکیچ په رامنځته کیدو کې د امریکا رول
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x