د آسیا ملتونو جام په مقدماتي پړاو کې د افغانستان او پاکستان د لوبې لغوه کېدل

د افغانستان او پاکستان د ملي فوټبال ټیمونو تر منځ لوبه، چې ټاکل سوې وه د اکتوبر په ۹مه نېټه (د میزان ۱۷مه) په اسلام‌آباد کې د آسیا ملتونو جام د مقدماتي پړاو په لړ کې ترسره سي، د پاکستان د فوټبال فدراسیون له‌خوا د افغان لوبغاړو د ویزو په صادرېدو کې د ځنډ له امله لغوه سوې ده.
د آسیا ملتونو جام په مقدماتي پړاو کې د افغانستان او پاکستان د لوبې لغوه کېدل

د پاکستان د فوټبال فدراسیون څو شېبې وړاندې د افغانستان د ملي فوټبال ټیم پر وړاندې د لوبې د لغوه کېدو خبر ورکړ او دا موضوع یې د افغانستان د فوټبال فدراسیون ته رسولي ده. دا لوبه د آسیا ملتونو جام د مقدماتي پړاو په لړ کې ټاکل سوې وه چې د اکتوبر په ۹مه نېټه (د میزان ۱۷مه) د اسلام‌اباد په جناح لوبغالي کې ترسره سي.

د پاکستان فدراسیون د لغوه کېدو علت د افغانستان د ملي ټیم د لوبغاړو د ویزو د صادرېدو ځنډ بللی دی. دا مهال د افغانستان د ملي ټیم ډېری لوبغاړي او د تخنیکي ډلې غړي د دوبۍ په هوایي ډګر کې د پاکستان د ویزې د ترلاسه کولو په تمه دي څو وکولای سي اسلام‌آباد ته سفر وکړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون له دې وړاندې د ټیم لومړنی لېست د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د پاکستان سفارت ته استولی وو، خو د پرله‌پسې تعقیبونو سربېره تر اوسه ویزه نه وه صادره سوې. دا ځنډ د ټیم پلانونه، په ځانګړي ډول تمریني غونډې، ګډوډې کړې او لوبغاړي یې د کافي چمتووالي پرته پرې ایښي دي.

ټاکل سوې چې د دواړو ټیمونو بېرته‌ستنې (ایاب) لوبه د اکتوبر په ۱۴مه نېټه (د میزان ۲۲مه) په کویټ کې د افغانستان په کوربتوب ترسره سي. وروستۍ پرېکړه د لومړۍ لوبې د برخلیک په اړه، د احتمالي جریمې یا د بیا ترسره کولو په ګډون، د آسیا د فوټبال کنفدراسیون (AFC) صلاحیت دی.

بیشتر بخوانید:  د قندهار په شورابک ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ نوې نښته

د افغانستان د فوټبال فدراسیون له دې وړاندې دا موضوع په AFC کې تعقیب کړې او د ستونزې د حل لپاره یې د مداخلې غوښتنه کړې وه. دا پېښه د دواړو هېوادونو تر منځ دیپلوماتیکې او لوژستیکي ترینګلتیاوې لا پسې روښانه کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x